د طالبانو ترمنځه په خپلمنخنیو نښتو کې نوموړې ډلې ته درانده زیانونه اوښتي
د طالبانو د مشر ملا هبت الله او ملا رسول د پلویانو ترمنځه نښته پیل شوې
په افغانستان کې د طالبانو ترمنځه په خپل منځنۍ نښتو کې د دواړو خواوو نه څه باندې ۳۰ تنه وژل شوي دي.
د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې د افغانستان په لویديځ کې د هرات ولایت په مربوطاتو کې د طالبانو د ملا هبت الله او جلا شوي مشر ملا رسول د جنیګالیو ترمنځه خونړۍ نښته پیل شوې ده .
د هرات ولایت د چارواکیو په وینا په شینډند ولسوالۍ کې د ملا هبت الله او ملا رسول د جنیګالیو ترمنځه په نښته کې د دواړو خواوو نه څه باندې ۳۰ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.
د هرات ولایت د چارواکیو په وینا نښته دوه ورځې مخکې پیل شوې ده چې اوس هم دوام لري.
په نښته کې د ملا هبت الله ۲۰ تنه پلوي طالبان او د ملا رسول ۱۰ تنه پلوي طالب اورپکي وژل شوي دي.
د یادولو وړ ده چې دا لومړی ځل ندی چې د طالبانو ترمنځه خپلمنځۍ نښتې کیږي.
د طالبانو د پخواني او موسس مشر ملا عمر د مړیني نه وروسته د طالبانو نامتو قومندان ملا رسول جلا شو او د ملا عمر ځای ناستي ته يي د بیعت کولو نه ډډه وکړه.
ملا رسول د ملا عمر ځای ناستی ملا اختر محمد منصور ته بیعت ونکړ او د هغه په مقابل کې بل ډله جوړه کړه.
د ملا اختر منصور د وژل کیدو نه وروسته هم ملا رسول د طالبانو نوي مشر ملا هبت الله سره هم مخالفت ته دوام ورکړ .