په جلال آباد کې چاودنه وشوه
د افغانستان په ختیخ د ننګرهار ولایت په مرکز جلال آباد ښار کې چاودنه وشوه
506376
د افغانستان په ختیخ د ننګرهار ولایت په مرکز جلال آباد ښار کې چاودنه وشوه. د جلال آباد امنیتي سرچینو لا تر اوسه د چاودنې د جزیاتو په اړه څه ندي ویلي. په چاودنه کې د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نشته .
د سیمې خبري رسنیو له قوله چاودنه د یوې سیمه ایزې راډیو په ستیشن د لاسي بم د برید له امله رامنځته شوې ده.