په افغانستان کې طالبانو یو ځل بیا مساپر یرغمل کړي دي
په افغانستان طالبانو یو ځل بیا په لسګونو تنه مساپر د موټر نه ښکته کړي او یرغمل نیولي دي.
په افغانستان طالبانو یو ځل بیا په لسګونو تنه مساپر د موټر نه ښکته کړي او یرغمل نیولي دي.
طالبانو د هیواد په شمال کې د کندوز ولایت په لویه لار کې نږدې ۵۰ تنه مساپر د موټرو نه ښکته کړي او د ځان سره يي بیولي دي. دا پيښه کندوز ښار ته نږدې رامنځته شوې ده .
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ددې پیښې پخلی کړی . د کندوز ولایت امنیتي چارواکیو ویلي دي چې طالبانو د کندوز د ښار په ۴۰ کیلومترۍ کې د ملرغې په سیمه کې ۴۷ تنه مساپر د موټرو نه ښکته کړي او یرغمل کړي دي.
د ویلو ده چې طالبانو تیره اوونۍ هم د کندوز په لویه لار نږدې ۲۰۰ تنه مساپر د موټرو نه ښکته کړل چې وروسته يي ۱۵۰ تنه خوشې کړل او په لسګونو تنه يي یرغمل کړل. همداشان طالبانو د یرغمل کړو کسانو نه ۱۷ تنه ووژل.
د کندوز ولایت امنیتي ځواکونو ویلي دي چې د نوموړو مساپرو د ژغورولو په خاطر عملیات پیل کړي دي .