له هند وروسته د تركيې وار دى!

ټاكل شوې ده چې د هلمند ولايت د كجكي د برېښنا بند د يو تركي شركت لخوا پراخه او بيا ورغول شي.

505844
له هند وروسته د تركيې وار دى!

 

پدې اړه د افغانستان د اوبو او انرژۍ د وزارت او يو تركي شركت ترمېنځ د همكارۍ تفاهم ليك لاسليك شوى دى. د اوبو او انرژۍ  وزير علي احمد عثماني وويل چې د كجكي د بند د پراختيا سره به د ۱۵۰ ميګاواټه برېښنا د توليد زمينه برابره شي. ټاكل شوې ده چې ددې بند لپاره به د ۱ ميليارد متره مكعب اوبو ذخيره جوړه شي.

دا نه دي ويل شوي چې ددې بند د بيا رغاونې كار به څه وخت پيل شي. همداراز د جوړونكي تركي شركت نوم هم نه دى اخيستل شوى.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د ملي تداركاتو د كميسيون په غونډه كې هغه راپور وازولو چې د انرژۍ او اوبو د وزارت لخوا تيار شوى وو. په دې راپور كې د برېښنا د ۲۹ بندونو د جوړولو چارې په نظر كې نيول شوي دي.

دا په داسې حال كې ده چې تېره ورځ د هرات په ولايت كې د سلما د برېښنا بند پرانيستل شو.  پدې بند باندې شاوخوا ۳۰۰ ميليونه ډالره لګېدلي دي چې د هند د حكومت لخوا وړكړل شوي دي.



اړوند خبرونه