په غزني کې د محکمې په ودانۍ ډله ایز برید وشو
د افغانستان د غزني په ولایت کې د استیناف محکمې په ودانۍ ډله ایز برید وشو
د افغانستان په غزني ولایت کې د محکمې او څارنوالۍ په ودانیو ډله ایز برید وشو.
د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې پدې پیښه کې د یو تن پولیس او ۴ تنو ملکي وګړو به ګډون ۵ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی او ۱۱ تنه نور ټپیان شوي دي.
همداشان امنیتي ځواکونو د ۶ واړو برید کوونکو د وژلو نه خبر ورکړی دی.
د غزني د والي ویاند خبري رسنیو ته ویلي دي چې نن د سهار د لسو بجو په شاوخوا کې برید کوونکو لومړی د موټر پر مټ چاودنه وکړه او وروسته ځیني برید کوونکي محکمې ودانۍ ته داخل شول.
د چاودنې نه وروسته د برید کوونکو او امنیتي ځواکونو ترمنځه نښته پیل شوه.
د غزني ولایت د امنیې قومندان امین الله امرخیل خبري رسنیو بیا ویلي دي چې برید کوونکو د غزني د استیناف محکمې د یو تن ساتونکي پولیسو د وژلو نه وروسته محکمې ودانۍ ته ننوتل.
هغه ویلي دي چې پولیسو د برید کوونکو د لمنځه وړ په خاطر په چټکه توګه حرکت وکړ او د پنځو دقیقو په دننه کې ټول برید کوونکي له خپو وغورځول.
د غزني د امنیې قومندان ویلي دي چې برید کوونکو د محکمې سربیره د امنیې په قومندانۍ هم د برید هوډ درلود چې خپلې موخې ته ونه رسیدل. هغه وویل چې د امنیې قومندانۍ او محکمه په یوې سیمه کې موقعیت لري چې د همدې امله په دواړو د برید پلان جوړ شوی وو.
د برید مسولیت طالبانو په غاړه اخیستی دی . د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د ټویټر له لارې په کړو څرګندونو کې د برید مسولیت په غاړه اخیستی دی او ویلي دي چې نن سهار يي په غزني کې د محکمې او څارنوالۍ په ودانیو بریدونه کړي دي.
د یادولو وړ ده چې طالبانو تیره ورځ د کندوز د علي اباد په ولسوالۍ کې نږدې ۲۰۰ تنه مساپر د موټرو نه ښکته کړل چې ۱۵۰ تنه يي خوشې او پاتې کسان يي د ځان سره بوتلل. طالبانو د برمته کړو کسانو نه ۱۶ تنه وژلي دي او د پاتو کسانو برخلیک معلوم ندی.