نیویارک ټایمز: د طالبانو مشر د درملنې په موخه ایران ته تللی وو

د طالبانو د مشر وژل کیدو ځیني حقایق په ډاګه کړل

496908
نیویارک ټایمز: د طالبانو مشر د درملنې په موخه ایران ته تللی وو

د طالبانو وژل شوی  مشر  ملا منصور د درملنې په موخه  ایران ته تللی  وو.

دا ادعا  د نیویارک ټایمز ورځپاڼې  کړې ده . د نیویارک ټایمز ورځپاڼې  د یو جګپوړي اروپايي چارواکي له قوله  لیکلي دي چې  د طالبانو مشر ملا اختر منصور  د تداوۍ په موخه ایران ته تللی وو. همداشان  نیویارک ټایمز ویلي دي چې  طالبان په پاکستان کې  د نوي  مشر په لټه کې دي.

سره ددې چې طالبانو د خپل مشر ملا اختر منصور  مړینه په رسمي توګه  تایید کړې نده  خو  امریکا  ویلي دي چې  ملا اختر منصور يي  د بې پیلوټه الوتکې په  برید کې وژلی دی. همداشان افغانستان حکومت هم  د ملا اختر منصور د مړینې پخلی کړی دی .

امریکا  ویلي دي چې  ملا اختر منصور يي د پاکستان د بلوچستان په ایالت کې  په یو موټر کې د سفر پر مهال  وژلی دی .

د امریکا د دفاع وزارت  تیره ورځ  اعلان وکړ چې  ملا منصور پداسې حال کې ووژل شو  چې  نوو  ترهګریزو بریدونو  پلانونه يي جوړول.

همداشان د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر باراک اوباما  د ملا منصور نه په افغانستان کې د سولې د ټینګښت په لاره کې د ستر خنډ په توګه یادونه وکړه. هغه  وویل چې د ملا منصور وژل کیدل په اصل کې  د سولې په برخه کې د هلو ځلو لپاره  یو ډیر مهم ګام دی.

د بله پلوه  د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې  د طالبانو شورا  په پاکستان کې د نوي مشر په لټه کې ده . د طالبانو شورا  د تیرې یکشنبې په ورځ  د مې په ۲۲مه نيټه  د ملا اختر منصور د ځای ناستي د ټاکلو په موخه  غونډه وکړه . د ویلو ده چې  د ملا اختر منصور  مشري  د یو زیات شمیر طالبانو لپاره د منلو وړ نوه. د طالبانو د پخواني مشر ملا عمر  یو زیات شمیر پلویانو هغه  د ددې څوکۍ او مقام  لایق نه ګڼلو  او هغه يي حتا د ملا عمر په وژلو کې په لاس لرولو هم  تورن کړی وو.

د بله پلوه  ځیني  شننونکي پدې اند  دي چې  د طالبانو د مشرۍ  لپاره  دوه  قوي څیرې  شتون لري چې په لوی ګمان سره  د همدې دوو تنو نه یو تن وټاکل شي. سراج الدین حقاني  د جلال الدین حقاني  زوی  او ملا محمد یعقوب  د طالبانو د پخواني مشر ملا محمد عمر  زوی.

د بله پلوه  د ملا منصور د مړینې نه وروسته  ایران ته د هغه د سفر په اړه خبرونه خپاره شول. پاکستان اعلان وکړ چې په ملا منصور  د برید پر ځای کې یو پاسپورت موندلی  چې ښايي چې  ملا منصور  په جعلي  نوم  ایران ته سفر کړی وو.

همداشان  د ایران د بهرنیو چارو وزارت  ویاند  بیا  د پاکستان  دا  ادعا په کلکه توګه رد کړې  او ویلي دي چې  پدې نامه  څوک  ایران ته راننوتی ندی. همداشان هغه وویل چې داسې هیڅ شواهد شتون نلري چې  پدې نامه  څوک  دې  پدې تاریخ  د ایران نه پاکستان ته  داخل شوی وي.

د بله پلوه د نیویارک ټایمز ورځپاڼې  د یو تن جګپوړي اروپايي چارواکي له قوله لیکلي دي چې ملا منصور د تداوۍ په موخه ایران ته تللی وو. دې چارواکي ویلي دي دا چې پاکستان د ملا منصور په لټه کې وو د همدې امله هغه نشو کولای چې په پاکستان کې روغتون ته مراجعه وکړي.

د بله پلوه پاکستان بیا  د امریکا لخوا ددوی په خاوره کې د بې پیلوته بریدونو له امله  سخت غبرګون څرګند کړی دی .

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت  په اسلام آباد کې د امریکا  سفیر  په همدې غبرګون کې  د بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړی وو.



اړوند خبرونه