په کابل کې د سترې فاجعې مخه ونیول شوه
د کابل پولیسو د یوې سترې فاجعې مخه ونیوله
492255
د افغانستان په پلازمینه کابل کې د سترې فاجعې مخه ونیول شوه.
د کابل پولیسو د ښار په زړه کې پداسې حال کې یو تن ځانمرګی برید کوونکی د چاودیدونکو توکو نه د بار ډک موټر سره ونیو چې په کابل کې مظاهرې دوام لري.
د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت د ویاند مرستیال نجیب دانش خبري رسنیو ته ویلي دي چې یو تن ځانمرګی برید کوونکی د چاویدونکو توکو نه د بار موټر سره چې غوښتل يي یو ځل بیا په سلګونو تنه هیوادوالو د غم په ټغر کینوي د پولیسو لخوا د تثبیت او پيژندو نه وروسته ونیول شو.
هغه ویلي دي چې نوموړی د کورنیو چارو وزارت ته نږدې نیول شوی دی.
دانش زیاته کړې ده چې برید کوونکي د کورنیو چارو وزارت ترڅنګ د جمهوریت روغتون ترڅنګ د برید هوډ درلود چې خپلې موخې ته د رسیدو نه د مخه ونیول شو.
دانش ویلي دي چې د پیښې په اړه څیړنې دوام لري.