په هلمند کې د پولیسو په اکاډمۍ ځانمرګی برید وشو
د هلمند د مارجې په ولسوالۍ کې د پولیسو په اکاډمۍ ځانمرګی برید وشو
490485
د افغانستان د هلمند په ولایت کې د پولیسو په اکاډمۍ ځانمرګی برید وشو.
د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې چاودنه مارجې ولسوالۍ کې د پولیسو په اکاډمۍ شوې ده .
ویل کیږي ځانمرګی برید کوونکو چې د سیمه ایزو پولیسو په جامو کې د خپل موټر سره اکاډمۍ ته ننوتی وو ځان يي الوزولی دی. د هلمند د والي ویاند عمر ځواک د پیښې پخلی کړی او ویلي دي چې چاودنه د یو تن لخوا چې د سیمه ایزو پولیسو جامې په تن وې شوې ده . هغه په پیښه کې د پنځو تنو د ټپي کیدو نه خبر ورکړی دی خو عیني شاهدانو بیا ویلي دي چې په چاودنه کې ګن شمیر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .
د بله پلوه په سیمه یو تن چارواکي ویلي دي چې پدې پیښه کې ۴ تنه سیمه ایز پولیس وژل شوي او ۱۲ تنه نور ټپیان شوي دي