د افغان حکومت او طالبانو ترمنځه د سولې د مذاکراتو په اړه هلې ځلې یو ځل بیا ناکامې شوې.
طالبانو د افغان حکومت سره د سولې مذاکرات رد کړل
د افغان حکومت او طالبانو ترمنځه د سولې د مذاکراتو په اړه هلې ځلې یو ځل بیا ناکامې شوې.
طالبانو چې د قطر د دفتر نه یو ځانګړې هیت په پټه د پاکستان پلازمینې اسلام آباد ته استولی وو د افغان حکومت سره د سولې د خبرو اترو په خاطر شرطونه يي رد کړل.
طالبانو د سولې د مذاکراتو د پیلولو په خاطر د اوربند وړاندیز رد کړ.
د افغانستان د حکومت یو تن چارواکي چې د نوم د اخیستو نه يي ډډه کوله ویلي دي چې په اسلام آباد کې د طالبانو د قطر د دفتر د شهاب الدین دلاور په مشرۍ د درې کسیز هیت سره لیدنه وکړه. هغه ویلي دي چې لیدنه کې طالبانو ته د قناعت ورکولو هڅه وکړه خو کومه نتیجه يي ترلاسه نکړه.
د طالبانو هیت ویلي دي چې ددوی مشر ملا منصور نه غواړي چې د کابل د حکومت سره د سولې مذاکرات ترسره کړي. ځکه چې هغه پوهیږي چې د افغان حکومت نه څه نشي ترلاسه کولې.
د بله پلوه د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند نافذ ذکریا ویلي دي چې پاکستان هر ډول ترهګري په کلکه توګه غندي. هغه وویل چې پاکستان په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټینګښت په خاطر د وس او توانه پورې هلې ځلې کوي خو طالبان د سولې د مذاکراتو میز ته کینول یواځې د پاکستان مسولیت ندی. هغه وویل چې څلوراړخیزې غونډې د افغانستان د سولې او ثبات په خاطر ډیرې هلې ځلې وکړې خو له بده مرغه چې کومه پایله ترینه ترلاسه نشوه. هغه وویل چې دا یواځې د پاکستان ناکامي نده.
د یادولو وړ ده چې افغان حکومت او طالبانو د لومړي ځل لپاره د تیر کال د جولای په میاشت کې مخامخ د سولې مذاکرات پیل کړي ول. د مذاکراتو لومړنی پړاو ښه تیر شو خو د دویم پړاو د پیلیدو نه یواځې یوه ورځ مخکې د طالبانو د پخواني مشر ملا محمد عمر د مړینې پټ خبر په ډاګه شو او د هغه د مړینې خبر خپور شو. د ملا عمر د مړینې د خبر د خپریدو او په ډاګه کیدو سره مذاکرات وځنډیدل.
د طالبانو نوي مشر ملا منصور بیا د سولې خبرو اترو ته غاړه نږدي.
د بله پلوه په قطر کې د طالبانو د دفتر ویاند محمد نعیم د چار شنبې په ورځ پاکستان ته ددوی د هیت سفر تایید کړ او وویل چې دا هیت د ملا منصور په هدایت تللی دی او ددې سفر نه اصلي موخه د افغان حکومت سره د سولې مذاکراتو په اړه خبرې کول ندي.
د بله پلوه یوه لنډه موده وړاندې په پلازمینه کابل کې د ملي دفاع وزارت ترڅنګ د ملي امنیت په لسم ریاست د خونړي برید نه وروسته چې له امله يي ۴۶ تنو ژوند د لاسه ورکړ او په سلګونو تنه نور ټپیان شول افغان حکومت د طالبانو پر خلاف د لا قوي جګړې او سترو عملیاتو پریکړه وکړه.
د افغانستان د ولسمشر اشرف غني ددې پریکړې نه وروسته په ټول هیواد کې د طالبانو پر خلاف عملیات پیل شول.
د افغانستان په شمال کې د فاریاب په ولایت کې په روانو عملیاتو کې د تیرو دوو اونیو په دننه کې د څه باندې ۲۰۰ تنو طالب اورپکو د وژل کیدو نه خبر ورکړ شوی دی .