په کابل کې په پروني ځانمرګي برید کې د مرګ ژوبلې شمیره اعلان شوه
په کابل کې په پروني ځانمرګي برید کې څه باندې ۴۰۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په کابل کې د پرونۍ چاودنې د ځاني زیانونو شمیره اعلان کړه.
د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې پرون د سهار په نهو بجو ترهګرو د محمود خان پله په سیمه کې د ملي امنیت د لسم ریاست ترڅنګ د موټر په یو تم ځای کې د ډینا ډوله موټر پرمټ چې د چاودیدونکو توکو نه بار وو ځانمرګی برید وکړ چې ورپسې یو تن بل ترهګر ساختمان ته ننوت او د امنیتي ځواکونو سره په نښته کې ښکیل شو.
نوموړی برید کوونکو په ډیره کمه موده کې د ځانګړو پولیسو لخوا د خپو نه وغورځول شو.
په خبرپاڼه کې راغلي دي چې د کابل په پرونۍ پیښه کې ټولټال ۶۴ تنو ژوند د لاسه ورکړی او ۳۴۷ تنه نور ټپیان شوي دي. د ټپیانو نه ډیری سر سري ټپیان شوي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي دي چې طالب اورپکو پدې وروستیو کې د امنیتي ځواکونو لخوا د شفق په نامه د عملیاتو په ترڅ کې لویه ضربه لیدلې ده چې غواړي په خپلې ماتې د پردې غوړولو په خاطر په ښارونو کې دا ډول ترهګري بریدونه کوي.
په خبرپاڼه کې د کورنیو چارو وزارت لخوا د پیښې قربانیانو کورنیو ته تسلیت وړاندې شوی او د پیښې د قربانیانو لپاره د الله د دربار څخه د رحمت غوښتنه شوې ده .