د کابل په زړه کې د ملي امنیت په لسم ریاست ځانمرګی برید وشو
د افغانستان د پلازمینې کابل په زړه کې د ملي دفاع وزارت ترڅنګ د ملي امنیت په لسم ریاست خونړی ځانمرګی برید وشو
د افغانستان پلازمینه کابل یو ځل بیا په وینو ولړ شوه.
په کابل کې د ملي دفاع وزارت ترڅنګ د ملي امنیت په لسم ریاست د موټر پرمټ ځانمرګی برید وشو.
په برید کې لږ تر لږه ۲۸ تنو د وژل کیدو او څه باندې ۳۲۷ تنو د ټپي کیدو نه خبر ورکړ شوی دی .
د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت ویاند صدیق صدیقي ویلي دي چې برید د موټر پر مټ شوی دی . د هغه په وینا ځانمرګي برید کوونکي د ملي دفاع وزارت ترڅنګ د ملي امنیت د لسم ریاست په مخکې د چاودیدونکو توکو نه بار موټر ولوزو.
پداسې حال کې چې د کورنیو چارو وزارت پدې پیښه کې د مرګ ژوبلې د شمیرې په اړه څه ندې ویلي خو د افغانستان د روغتیا وزارت بیا په پیښه کې د ۳۲۷ تنو د ټپي کیدو نه خبر ورکړی دی .
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني دا برید په کلکه توګه وغنده او وویل چې پدې برید کې یو زیات شمیر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .
ولسمشر غني وویل چې ً مونږ دا ترهګری برید په کلکه توګه غندو چې له امله يي ګڼ شمیر هیوادوالو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .
هغه ویلي دي چې دا ډول بریدونه به زمونږ د امنیتي ځواکونو مورال ضعیفه نکړي او د ترهګرۍ پر وړانډې په مبارزې به منفي اغیزې ونکړي.
د برید مسولیت طالبانو په غاړه واخیست. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي دي چې برید د ملي امنیت په ریاست شوی دی.
د بله پلوه د برید نه وروسته سیمه سمدلاسه د امنیتي ځواکونو لخوا محاصره شوه . ویل کیږي چې د چاودنې نه وروسته د برید کوونکو او امنیتي ځواکونو ترمنځه نښته هم شوې ده .
طالبانو د پسرلي د رارسیدو او عمري په نامه د لویو عملیاتو د پیلولو نه وروسته دا لومړی ځل دی چې په کابل کې په امنیتي ارګان برید کوي.
طالبانو د نوموړو عملیاتو د پيلولو نه سمدلاسه وروسته د افغانستان په شمال کې د کندوز په ولایت پراخه برید کړی وو چې د امنیتي ځواکونو لخوا په شا وتنبول شو او ګڼ شمیر طالبان پکې ووژل شول.