اردوغان: قره باغ د آذربايجان دى.
اردوغان: قره باغ د آذربايجان دى.
464701
اردوغان: قره باغ د آذربايجان دى.
ولسمشر رجب طيب اردوغان د آذربايجان- ارمنستان ترمېنځ په سرحدي نښته كې د آذري ځواكونو د لوى بري نه په يادونې سره وويل چې د قره باغ سيمه به يوه ورځ خپل اصلي خاوند يعنى آذربايجان سره يو ځاى شي.
اردوغان چې په انقره كې يوې غونډې ته وينا اوروله وويل چې د قره باغ د مسلې په اړه مو تل د آذربايجان له هېواده ملاتړ كړى دى. تركيه به تر دې وروسته هم د آذربايجان تر څنګ ولاړه وه.
د آذربايجان- ارمنستان په سرحد كې د قره باغ په نامه لانجمه سيمه چې په حقوقي ډول د آذربايجان د خاورې پورې اړه لري خو په ۱۹۹۳م كال كې د روسي ځواكونو په ملاتړ د ارمنستان د هېواد لخوا پرې يرغل وشو چې اوس د ارمني جدايي غوښتونكو تر كنترول لاندې ده.