په تركيه كې افغان كډوال افغانستان ته لېږل كيږي.

د كډوالو په اړه د تركيې – اروپايي ټولنې ترمېنځ د لاسليك شوي تړون له مخې نن د `` اپرېل ۴مه`` تركيې ته له يونانه د ناقانونه كډوالو د بېرته راوړلو بهير پيل شو.

464114
په تركيه كې افغان كډوال افغانستان ته لېږل كيږي.


د كډوالو په اړه د تركيې – اروپايي ټولنې ترمېنځ د لاسليك شوي تړون له مخې نن د `` اپرېل ۴مه`` تركيې ته له يونانه د ناقانونه كډوالو د بېرته راوړلو بهير پيل شو.

د تړون په اساس هغه ټول ناقانونه كډوال چې د تركيې له لارې د اروپايي ټولنې هېوادونو ته تللي دي، بېرته تركيې ته سپارل كيږي. تركي مقامات وايي چې يواځې د سوريې د هېواد كډوال به په تركيه كې په كمپونو كې وساتل شي. د افغانانو په ګډون د نورو هېوادونو كډوال به په تدريجي ډول بېرته خپلو هېوادونو ته ولېږل شي.

اروپايي ټولنې همداراز خپلو هېوادونو ته د افغانانو په ګډون د نورو كډوالو د بېرته لېږلو مالي لګښتونه هم پر غاړه منلي دي. د تركيې د كورنيو چارو د وزارت د چارواكو د معلوماتو په اساس په لومړي پړاو كې د يونان او مقدونيې په هېوادونو كې مېشت كډوال تركيې ته راوړل كيږي. وروسته بيا د جرمني، اتريش، بلجيم او فرانسې په ګډون په نورو اروپايي هېوادونو كې مېشت ناقانونه كډوال هم تركيې ته راوړل كيږي. د دوى ترمېنځ سوري كډوال په جلا كمپونو كې ځاى پر ځاى كيږي او پاتې نور بيا د `` بېرته لېږلو په مركزونو`` كې په موقتي ډول ساتل كيږي.

افغانستان ته د افغان كډوالو د بېرته لېږلو پر سر د نيوكو سره سره دا بهير به ژر تر ژره پيل شي.

اوسمهال شاوخوا ۲۰ زره افغانان په ناقانونه توګه په تركيه كې ژوند كوي. سربېره پر دې به اروپا ته ۸۰ زره نور هم تركيې ته راوليږي.

په انقره كې د افغانستان سفارت د موضوع په اړه د نظر د څرګندولو نه ډډه وكړه.



اړوند خبرونه