په هرات کې د ماین پاکۍ د موسسې ۱۵ تنه کارکوونکي وتښتول شول
نامعلومو کسانو د هرات د کوهستان په ولسوالۍ کې د ماین پاکۍ د موسسې ۱۵ تنه کارکوونکي وتښتول
د افغانستان د هرات په ولایت کې ۱۵ تنه ماین پاکان وتښتول شول.
د هرات ولایت امنیتي سرچینو د نوموړي ولایت د کوهستان ولسوالۍ د شبش په سیمه کې د هیلو ترست په نامه د ماین پاکۍ د یوې موسسې د ۱۵ تنه کارکوونکو د تښتول کیدو نه خبر ورکړی دی .
د هرات ولایت د مطبوعاتو مسول جیلاني فرهاد خبري رسنیو ته ویلي دي چې د هیلو ترست په نامه د ماین پاکۍ د موسسې ۱۵ تنه کارکوونکي د نامعلومو کسانو لخوا تښتول شوي دي.
هغه ویلي دي چې نوموړي کسان د څلورو موټرو سره یو ځای تښتول شوي دي.
هغه زیاته کړې ده چې تر اوسه پورې کومې ډلې یا کسانو د نوموړو ماین پاکانو د تښتولو مسولیت په غاړه ندی اخیستی او دوی پدې نه پوهیږي چې دا کسان د چا لخوا او ولې تښتول شوي دي.
هغه زیاته کړې ده چې امنیتي ځواکونو د پیښې په اړه څیړنې او پراخه د پلټنې عملیات پیل کړي دي.
د هرات د پولیسو ویاند روف احمدي هم د پیښې پخلی کړی او ویلي دي چې امنیتي ځواکونه د نوموړو ماین پاکانو د موندولو په خاطر هلې ځلې کوي او هیله لرو چې هر څه ژر دا کسان وژغورل شي.
د هیلو ترست د ماین پاکۍ موسسې بیا تر اوسه پورې ددې پیښې په اړه څه ندي ویلي.