په ننګرهار کې په جومات وسله وال برید وشو
د افغانستان په ختیځ کې د ننګرهار ولایت د روداتو په ولسوالۍ کې په جومات وسله وال برید وشو
460066
د افغانستان په ختیځ کې د ننګرهار ولایت د روداتو په ولسوالۍ کې نامعلومو وسله والو کسانو په یو جومات برید وکړ چې له امله يي ۴ تنو ژوند د لاسه ورکړ او ۳ تنه نور ټپیان شوي دي.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي د اناتولیا خبري اژانس ته وویل چې وسله والو کسانو د دوشنبې په ورځ د مارچ په ۲۸ مه نیټه د ماښام د لمانځه پرمهال په جومات برید وکړ چې له امله يي ۴ تنو لمونځ کوونکو ژوند د لاسه ورکړ او ۳ تنه نور ټپیان شول.
هغه وویل چې د پیښې په تړاو تر اوسه پورې څوک نیول شوي ندي او پولیسو لخوا څیړنې دوام لري.
د یادولو وړ ده چې د داعش ترهګره ډله په ځانګړې توګه د افغانستان په ختیځ د ننګرهار په ولایت کې ډیره فعاله ده. د برید مسولیت تر اوسه پورې چا په غاړه اخیستی ندی.