د اسلامي زده كړو د مينه والو لپاره زېرى!

د تركيې د ديني چارو لوى رياست په پام كې لري چې د اسلامي زده كړو د مينه والو لپاره وړيا بورسونه وركړي.

444242
د اسلامي زده كړو د مينه والو لپاره زېرى!


دا بورسونه په تركيه كې د اسلامي علومو او شرعياتو په برخه كې د لېسانس د دورې مينه والو ته وركول كيږي. د بورسونو لپاره د منل كېدونكو زده كوونكو د څلور كلنې تحصيلي دورې ټول لګښتونه، د ليليې، خوراك – څښاك د لګښتونو سربېره هره مياشت يو معين مقدار معاش هم وركول كيږي.

د اسلامي زده كړو مينه وال كولاى شي چې د روان ميلادي كال د اپرېل د مياشتې تر ۱۵مې نېټې پورې بورسونو ته نومليكنه وكړي. د نومليكونكو ترمېنځ به بريالي نوماند د مې د مياشتې د لومړۍ نېټې تر ۱۵مې نېټې پورې مركې `انټرويو` ته راوغوښتل شي.

هغه كسان چې په مركه كې هم بريالي شوي دي د جون د مياشتې د ۱۵مې نېټې نه تر ۳۰ نېټې پورې به نهايي پايلې اعلان شي.

د نومليكنې لپاره شرايط

۱ – د لېسې ډپيلوم چې د نمرو اوسطه يې لږ تر لږه ۷۰ سلنه وي.

۲ - د لېسې د ۳ كلنو نمرو ترانسكريپټ

۳ – د هويت تذكره

۴ – پاسپورټ

۵ - صحي راپور

۶ – شپږ عكسونه

۷ – په تركيه كې د زده كړو لپاره `نيت ليك`

د تركيې غږ په پام كې لري چې د بورسونو لپاره د نومليكنې په بهير كې افغان زده كوونكو ته مشورتي خدمات وړاندې كړي.

مينه وال كولاى شي په فېسبوك كې دTrtpashtoد پاڼې له لارې خبرتياوې تعقيب او خپلې پوښتنې مطرح كړي. ددې لپاره زموږ د فېسبوك پاڼه خوښه كړئ.

همداراز د افغانستان په وخت د سهار د ۱۱:۳۰ نه د ماښام تر ۸:۳۰ بجو پوې ستاسې برېښناليكونه په مستقيم ډول ځوابيږي.

زموږ د برېښناليك پته ده: pashto@trt.net.tr

ددې لېنك له لارې كولاى شئ چې نومليكنه وكړئ



اړوند خبرونه