امریکا : په افغانستان کې تاوتریخوالی د ډیریدو پر لورې روان دی

امریکا په افغانستان کې د روانو حالاتو په اړه جدي‌ اندیښنه څرګنده کړه

410344
امریکا : په افغانستان کې تاوتریخوالی د ډیریدو پر لورې روان  دی

د امریکا  متحده ایالتونو د دفاع وزارت  په افغانستان کې  د امنیتي‌ حالاتو د لا خرابیدو په اړه خبرداری ورکړ.

پنټاګون  د افغانستان د امنیتي‌ حالاتو په اړه په جوړ کړي‌ وروستي‌ راپور کې  چې کانګرس ته وړاندې  کړی دی  خبرداری ورکړی  په افغانستان کې  د امریکا  د نظامي‌ فعالیتونو د کميدو  سره  د  طالبانو د فعالیتونو  کچه  د پام وړ لوړه شوې ده. په راپور کې  راغلي‌ دي‌ دا مسله  د ۲۰۱۵ کال د ستراتیژئ نه  سرچینه اخلي.

په راپور کې  راغلي‌ دي‌ طالبانو پدې وروستیو کې بریدونو ته  زور  ورته کړی دی چې  دې مسلې د افغان ځواکونو د مرګ ژوبلې‌ کچه د پام وړ لوړه کړې ده . په راپور کې  ویل شوي‌ دي‌ چې  د افغان ځواکونو د مرګ ژوبلې  لویه برخه  د جګړې په ډګر کې‌ د هغوې  د خطاګانو هم  سرچینه اخلي. همداشان  خبرداری  ورکړی  چې  د افغانستان په کلیدي‌ سیمو کې  امنیتي‌ حالت  ښه پسې خراب  شوی  او  یو زیات شمیر سیمې د سقوط د ګواښ‌ سره مخامخ  دي.

امریکا دم ګړئ  په افغانستان کې  ۹۸۰۰ تنه  سرتیري‌ لري‌ چې د افغان امنیتي‌ ځواکونو  د مشورې  او روزنې  دنده په غاړه لري. په راپور کې  راغلي‌ دي‌ دا چې  امریکايي ځواکونه  په محاربوي عملیاتو کې  برخه نه اخلی‌ او خپل پوځي‌ ماموریت یي  پایته رسولی  دی  دې  مسلې  طالبان لا پسې  غښتلي‌ کړي دي.

په افغانستان کې  د ناټو ځواکونو امریکايی مشر جنرال کمپبل  پدې  راپور کې  ویلي‌ دي‌ چې  په افغانستان کې  د طالبانو سربیره  د داعش  ډلې هم  د خپلو فعالیتونو کچه  لوړه کړې  او د افغانستان په ختیځ  د جلال آباد په ولایت کې  د یوې  لویې هډې د جوړولو  په لټه کې  دي. هغه دي‌ چې  داعش  ترهګرې  ډلې  یو زیات شمیر بهرني‌ جنګیالي‌ افغانستان ته راغلي‌ او د افغاني‌ داعشیانو سره  یو ځای شوي‌ دي. هغه ویلي‌ دي‌ چې داعش  د ننګرهار په ولایت کې د پاکستان سره په پوله کې  پراخه فعالیت لري. د یادولو وړ ده چې  تیره اوونئ‌ ۹ تنه بهرنیان  چې  روسي‌ ژبه يي خبرې کولې  د جلال آباد په ښار کې ونیول شول. همداشان  د نوموړو  بهرنیانو نه  یوې ښځې  ځانمرګی برید وکړ چې  ورسره ملو  ۳ تنو ماشومانو او یو تن افغان امنیتي‌ سرتیري‌ ژوند د لاسه ورکړ.

په راپور کې خبرداری ورکړ شوی دی چې  د طالبانو  د بریدونو د کچې  لوړیدل پخپله د افغانستان سربیره  امریکا او ایتلافي ځواکونو ته  ستر ګواښ  دی. 


پيوندونه:

اړوند خبرونه