د افغانستان په ننګرهار ولایت کې د داعش او طالبانو تر منځه نښته

د افغانستان په ختیځ کې د ننګرهار په ولایت کې د داعش او طالبانو ترمنځه په نښته کې دواړو خواوو تنه درانده ځاني زیانونه اوښتي دي

404790
د افغانستان په ننګرهار ولایت کې د داعش او طالبانو تر منځه نښته

د افغانستان په ختیځ کې د ننګرهار په ولایت کې د طالبانو او داعش ترمنځه په نښته کې دواړو خواوو ته درانده ځاني زیانونه اوښتي دي.
د ننګرهار د امنیتي سرچینو د خبر له مخې دا نښته د یاد شوي ولایت د چپرهار په ولسوالئ کې رامنځته شوې ده .
په نښته کې د دواړو خواوو نه لږ تر لږه ۱۶ تنه مړه او ۱۱ تنه نور ټپیان شوي دي.
د ننګرهار ولایت د امنیې قومندانئ ویاند حضرت حسین مشرقیوال خبري رسنیو ته ویلي دي چې د ننګرهار ولایت د خوګیاڼیو په ولسوالئ کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکو په برید کې هم ۲۳ تنه داعشیان وژل شوي دي.
د یادولو وړ ده چې د داعش ترهګره ډله د افغانستان په یو زیات شمیر ولایتونو کې خو په ځانګړې توګه په ننګرهار ولایت کې د پام وړ فعالیت لري.
داعش ډله د ننګرهار ولایت په ځینو ولسوالیو کې ښکاره فعالیت کوي او د یادو شوو سیمو خلک زوروي.



پيوندونه:

اړوند خبرونه