د افغانستان په پلازمینه کابل کې په منډوي کې زوروره اورلګیدنه
د افغانستان په پلازمینه کابل کې په منډوي کې اورلګیدنه رامنخته شوې
400868
د افغانستان په پلازمینه کابل کې د منډوي په سیمه کې د پلاستیکي چپلکو په دوکانونو کې اورلګیدنه رامنځته شوې ده . د ویلو ده چې اورلګیدنه د افغانستان په ځايي وخت د ۱۱ بجو په شاوخوا کې پیل شوې وه چې د لسګونو دوکانونو د سوځیدو نه وروسته تر کنټرول لاندې راوستل شوه. ویل کیږي اورلګیدنه دومره زوروره وه چې لوګي يي د کابل د یو زیات شمیر سیمو نه لیدل کیږي.
د سیمې نه د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې اورلګیدنه د اوروژونکو ډلو د څو ساعته هلو ځلو نه وروسته تر کنټرول لاندې راغله . پدې پیښه کې د لسګونو دوکانونو د سوځیدو او د میلیونو ډالرو مالي زیانونو د اوښتو نه خبر ورکړ شوی دی . په پیښه کې د ځاني زیان په اړه څه ندې ویل شوي.
د بله پلوه د اورلګیدنې لامل هم نا څرګند دی.