د افغانستان د ولسي جرګې د مرستیال پر ورور برید وشو

په جلال آباد کې چاودنه وشوه

422465
د افغانستان د ولسي جرګې د مرستیال پر ورور برید وشو

د افغانستان د ننګرهار په ولایت کې د ولسې جرګې د مرستیال حاجي عبدالظاهر قدیر د ورور جمال پر موټر بمي برید وشو.
د ننګرهار ولایت د پولیسو په وینا پیښه نن د سهار په ساعتونو کې د جلال آباد د پولیسو د دریمې حوزې په مربوطاتو کې رامنځته شوه.
د پولیسو په وینا په برید کې د جمال ته زیان ندی اوښتی خو د هغه درې تنه ساتونکې ټپیان شوي دي.
د ننګرهار ولایت د ملي امنیت یو تن چارواکي ویلي دي چې نن د سهار په ساعتونو کې د حاجي عبدالظاهر ورور جمال پر موټر د سړک په غاړه کې ځای په ځای شوی بم وچاودید.
د برید مسولیت تر اوسه پورې چا په غاړه ندی اخیستی . د یادولو وړ ده چې د افغانستان د ولسي جرګې د مرستیال پر ورور هله برید کیږي چې تیره ورځ هغه په ننګرهار ولایت کې د داعش د فعالیتونو له امله حکومت ته خبرداری ورکړی وو.
د بله پلوه تیره ورځ د افغانستان خبري رسنیو خبر ورکړ چې د ظاهر قدیر ملیشې د ننګرهار د اچین ولسوالئ ته چیرته چې د داعش ډله قوي فعالیت لري ورسیدې.

 


پيوندونه:

اړوند خبرونه