په زابل كې د مسافرينو د تښتونې نوې پېښه

داسې ويل كيږي چې د كابل – كندهار پر لويه لار باندې د زابل ولايت په مربوطاتو كې يوې ډلې وسله والو شاوخوا ۲۰ تنه مسافرين له ځانه سره تښتولي دي.

420069
په زابل كې د مسافرينو د تښتونې نوې پېښه

دا پېښه د زابل ولايت امنيتي چارواكو هم تاييد كړې ده خو د تښتول شوو مسافرينو د دقيقې شمېرې په اړه يې څه نه دي ويلي. ويل كيږي چې تښتول شوي ټول كسان ملكي وګړي دي او د سرنوشت په اړه يې معلومات په لاس كې نشته دى.
پخوا هم پدې لويه لار مسافرين تښتول شوي ول چې د داعش ترهګرې ډلې يې مسوليت پر غاړه اخيستى وو. داعش د ښځو او ماشومانو په ګډون د ۷ تنو مسافرينو سرونه غوڅ كړي ول.


پيوندونه:

اړوند خبرونه