په جرمني كې افغان كډوالو ته زېرى!

د جرمني د بهرنيو چارو وزارت څرګنده كړې ده چې په افغانستان كې د امنيتي حالاتو په نظر كې نيولو سره د افغان كډوالو بېرته شړل امكان نه لري.

416556
په جرمني كې افغان كډوالو ته زېرى!

په جرمني كې د ``شپيګل`` ددې هېواد د بهرنيو چارود وزارت د مقاماتو د څرګندونو په اساس ليكلي دي چې په افغانستان كې د ترينګلي امنيتي حالاتو له امله فكر نه كوي چې ددې هېواد فدرال حكومت دې افغان كډوال بېرته خپل هېواد ته وشړي.
ددې مجلې د پنجشنبې د ورځې په ګڼه كې ليكل شوي دي چې د فدرال حكومت د بهرنيو چارود وزارت سياسي مدير اندريس ميشايليس په پارلمان كې د بهرني سياست د كاري ډلې سره په غونډه كې، په افغانستان كې د خطرناك امنيتي حالات له امله اندېښنه ښودلې ده.
په كابل كې د جرمني د سفارت د راپور له مخې افغانستان امنيتي حالت ترينګلى ښودل شوى دى. په راپور كې همداراز د ۲۰۰۱ كال په پرتله د طالب اورپكو د فعاليت د پراختيا په اړه معلومات وركړل شوي دي چې له مخې يې د افغانستان په هرو دوو ولسواليو كې د يوې امنيتي حالت يې `ډېر خراب` دى.
ددې راپور په اساس په افغانستان كې د امنيتي ګواښ له امله كيداى شي چې هغه دلايل وي چې كډوال يې د نه تللو لپاره مطرح كوي.
دا په داسې حال كې ده چې څه موده وړاندې د جرمني د كورنيو چارو وزير توماس دې ميزيري څرګنده كړې وه چې د هغو افغان كډوالو د شړلو پروسه به چټكه كړي چې په جرمني كې د كډوال په صفت نه دي منل شوي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه