د كندز د پېښې په اړه د اوباما پيغام

د امريكا د متحدو ايالتونو ولسمشر باراك اوباما د كندز په ولايت كې د بې سرحده ډاكټرانو پر روغتون د بريد په اړه د خواخوږئ پيغام خپور كړ.

387309
د كندز د پېښې په اړه د اوباما پيغام


د امريكا د متحدو ايالتونو ولسمشر باراك اوباما د كندز په ولايت كې د بې سرحده ډاكټرانو پر روغتون د بريد په اړه د خواخوږئ پيغام خپور كړ.
د سپينې ماڼۍ نه په خپره شوې اعلاميه كې په پېښه كې د قربانيانو كورنيو سره خواخوږي ښودل شوې ده او څرګنده شوې ده چې د امريكا د دفاع وزارت د هوايي بريد په اړه هر اړخيزې څېړنې پيل كړي دي. د څېړنو د پايلو نه وړاندې ددې تراژيدۍ په اړه د څه ويلو نه ډډه كيږي.
په اعلاميه كې همداراز د باراك اوباما مېرمن مېشل اوباما هم د خپلې خواږۍ مراسم د قربانيانو خپلوانو ته وړاندې كړي دي.
اوباما په خپل پيغام كې د افغان حكومت او ولسمشر محمد اشرف غني سره په نږدې همكارۍ ټينګار وكړ.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ادارې هم پر روغتون باندې بريد د نه منلو وړ وبللو او د جنګي جناياتو په كتار كې يې شامل كړ.
د كندز ولايت پر روغتون باندې د ايتلافي ځواكونو د هوايي بريد په پايله كې لږ تر لږه ۱۹ تنو ملكي وګړو خپل ژوند له لاسه وركړ او ۳۸ تنه نور ټپيان شول.
تر اوسه پورې افغان حكومت د اوباما د پيغام په اړه غبرګون نه دى ښودلى


پيوندونه:

اړوند خبرونه