په قندهار کې چاودنه وشوه

د افغانستان د قندهار په ولایت کې د پولیو د واکسیناسیون په کارکوونکو برید وشو.

350325
په قندهار کې چاودنه وشوه

د قندهار د امنیتي سرچینو د خبر له مخې برید پرون د ماښام په ساعتونو کې شوی دی.
په برید کې لږ تر لږه ۷ تنه ټپیان شوي دي.
د قندهار امنیتي چارواکیو ویلي دي چې پرون د ماښام په ساعتونو کې د تخته پل ولسوالۍ د ملایک په سیمه کې د پولیو واکسیناسیون د کارکوونکو په موټر برید وشو.
د قندهار د والي ویاند صمیم خپلواک هم د پیښې پخلی کړی دی . نوموړي ویلي دي چې په پیښه کې ۷ تنه ټپیان شوي دي چې د ځینو روغتیایي حالت باریکه دی.
د ویلو ده چې افغانستان د هغه دریو هیوادونو په کتار کې ځای لري چې اوس هم پکې د پولیو یا ګوزن پیښې شتون لري. همداشان پاکستان هم په همدې دریو هیوادونو کې ځای لري.
په پاکستان کې هم طالبان د پولیو واکسین ته اجازه نه ورکوي او د یاد شوي کمپاین کارکوونکي لویدیځو هیوادونو ته په جاسوسۍ تورنوي.
خو افغانستان کې بیا تر اوسه پورې داسې کومه پیښه نوه رامنځته شوې.


پيوندونه:

اړوند خبرونه