په قندهار کې جګړه وشوه
د افغانستان د قندهار په ولایت کې په یوې نښته کې د ګڼ شمیر ځانمرګیو برید کوونکو په ګډون ۱۲ تنه طالب اورپکي ووژل شول.
386462
د قندهار ولایت د امنیې قومندانۍ ویاند ضیا دراني خبري رسنیو ته ویلي دي چې یوې ډلې برید کوونکو په شاه ولي کوټ ولسوالۍ کې د سیمه ییزو پولیسو په پوستې ډله ییز برید وکړ.
د نوموړي په وینا لومړی یو تن ځانمرګي برید کوونکو د ځان پورې تړي چاودیدونکي توکي وچول او وروسته نورو بریدونه پیل کړل.
د بریدونو نه وروسته نښته پيل شوه . په نښته کې د ۸ تنو ځانمرګیو برید کوونکو په ګډون ۱۲ تنه طالب اورپکي ووژل شول.
دراني پدې نښته کې افغان ځواکونو د ځاني زیانونو په اړه وویل چې یواځې ۴ تنه پولیس ټپیان شوي دي.