د درې تنو ځوانانو په زيار افغاني فېسبوك!

درې تنو افغان ځوانان د يوې هر اړخيزې پروژې له مخې د (غږ voice) په نامه د ټولنيزې مېډيا په يوې شبكې كار كوي چې په نږدې راتلونكې كې به د افغانستان د ټولنيزې مېډيا په ډګر كې خپل ځاى ونيسي.

340559
د درې تنو ځوانانو په زيار افغاني فېسبوك!


د غږ په نامه شبكه د احمد جاوېد شكوري، حمد الله زماني او صفي الله حيدري په نومونو د افغان ځوانانو لخوا چې اوسمهال په كاناډا كې اوسيږي جوړه شوې او په فعاليت يې پيل كړى دى.
دا شبكه چې د voice.af انټرنيټي پاڼې له لارې فعاله ده، كه څه هم فېسبوك ته ورته والى لري خو اهداف او محتوا يې بيا د فېسبوك له پاڼې ډېر توپير لري.
د غږ د شبكې چلوونكي هوډ لري چې په افغانستان كې د اوسنيو سياسي، اقتصادي، ټولنيزو، كلتوري او عنعنوي ناخوالو پر وړاندې د د انټرنېټ كاروونكي آنلاين مبارزې لپاره را وبولي.
هر څوك كولاى شي چې په voice.af كې ځانله اكاونټ جوړ كړي. كه چېرې په خپله سيمه او چاپېريال كې د چا په اړه شكايت لري ددې لارې يې كولاى شي چې د خلكو سره يې شريك كړي. د كاروونكي اصلي هويت به پټ وي. يعنى په مستعار نوم سره خپل شكايت او وړانديزونه د دوستانو سره شريكولاى شي.
د voice.af شبكه د سايبري بريدونو پر وړاندې د خپلو غړو د شخصي معلوماتو او هويت د ساتنې په برخه كې پوره پاملرنه كوي. ددې شبكې د مسوولينو په وينا كه چېرې اړوند شكايت د يو زيات شمېر كسانو پاملرنه جلب كړه، دوى يې په مستقيمه توګه د اړوندو مسوولينو سره شريكوي او يا يې لږ تر لږه د يو راپور په توګه په شبكه كې خپروي.
د هېواد په لرې پرتو سيمو كې چې د انټرنېټ امكانات نشته دى، افغانان كولاى شي چې د لنډو ټېلفوني پيغامونو يا `` اېس اېم اېس`` له لارې هم خپل شكايت او يا د زړه راز دې شبكې سره شريك كړي.
د غږ يا voice.af شبكه د اوس لپاره په امتحاني ډول فعاليت كوي. ډېر ژر به يې لمن پراختيا ومومي.
د voice.af د شبكې د ليدلو لپاره دا ځاى كېكاږئ.


پيوندونه:

اړوند خبرونه