د افغانستان لپاره د تركيې نوى سفير او نوې هيلې

د افغانستان لپاره د تركيې د جمهوريت نوي سفير پرون په كابل كې د ولسمشرۍ په ماڼۍ كې د ولسمشر محمد اشرف غني لخوا حضور ته ومنل شو او باور ليك يې وړاندې كړ.

340001
د افغانستان لپاره د تركيې نوى سفير او نوې هيلې

علي سعيد اكن چې د تركيې د مجربو ډيپلوماټانو د جملې نه دى او پخوا يې هم په بېلابېلو هېوادونو كې د تركيې د ځانګړي استازي په توګه دنده اجرا كړې ده اوس به په كابل كې د تركيې د سفير په توګه دنده اجرا كړي.
اكن پرون په ارګ كې د باور ليك د وړاندې كولو په مراسمو كې د دواړو هېوادونو ترمېنځ د اړيكو په لا پراختيا باندې ټينګار وكړ او زياته يې كړه چې تركيه به د پخوا په پرتله افغانستان سره لا زيات مرسته وكړي.
تركيه په پام كې لري چې د نوى سفير د استولو سره د افغانستان لپاره يو لړ پروژې هم عملي كړي.
په پام كې ده چې د افغاني اتباعو لپاره د تركيې د ويزې د اسانتياو د برابرولو په موخه عملي ګامونه پورته شي. په كابل كې د تركيې د ويزې د اخيستلو ستونزه پخوا هم د دواړو هېوادونو د مقاماتو ترمېنځ ياده شوې وه. په تېرو دريو مياشتو كې ددې ستونزې د آواري په موخه قانوني اصلاحات رامنځته او ويزو د چارو لپاره په تركيه كې نوې اداره جوړه شوه. دا اداره چې د ګډوالۍ د عمومي رياست په نامه ياديږي دنده يې د ويزو د اخيستلو په چارو كې د سرعت او اسانتياو رامنځته كول دي. د افغاني اتباعو لپاره د ويزې د اخيستلو شرايط آسانه شوي دي چې عملي پروژه به په راتلونكې مياشت كې پيل شي.
په كابل كې د تركيې په مرسته د مولانا جلال الدين رومي په نامه د يو نړيوال پوهنتون د بنسټ ډبره به هم ژر تر ژره كېښودل شي. دا پوهنتون به د تركيې په مالي او تخنيكي مرسته جوړ او په لوړه سطحه ګټې اخيستنې ته به وړاندې شي.
تمه كيږي چې د تركيې د هوايي كرښو شركت به د كندهار او هرات ولايتونو ته هم منظمې الوتنې پيل كړي. په دې ډول به د دواړو هېوادونو ترمېنځ سوداګريزه راكړه وركړه لا زياته شي.
نوي سفير وعده وكړه چې په تركيه كې به خصوصي سكتور دې ته تشويق كړي چې په افغانستان كې پانګه اچوونه وكړي.
سربېره پر دې په افغانستان كې د تركيې د همكارۍ او همغږئ د ادارې تيكا فعاليتونه به هم پراختيا ومومي.
د ولسمشر اشرف غني سره د تركيې د نوي سفير د ليدنې پرمهال د اړوندو سيمه ايزو مسايلو په اړه هم خبرې اترې وشوې.
تركيې يو ځل بيا په افغانستان كې د سولې او خبرو اترو د بهير نه خپل ملاتړ څرګند كړ.


پيوندونه:

اړوند خبرونه