په ارزګان کې د سیمه ییزو پولیسو په قومندان خونړۍ برید وشو

د افغانستان د ارزګان په ولایت کې په سیمه ییزو پولیسو د برید له امله ۸ تنو ژوند د لاسه ورکړ.

337939
په ارزګان کې د سیمه ییزو پولیسو په قومندان خونړۍ برید وشو

د سیمې عینې شاهدانو نه د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې برید د خاص ارزګان په سیمه کې د سیمه ییزو پولیسو په یو قومندان شوی دی . ویل کیږي په برید کې د سیمه ییزو پولیسو د قومندان عبدالصمد دوو زامنو او ۶ تنو سیمه ییزو پولیسو ژوند د لاسه ورکړی دی .
خو د ارزګان امنیې قومندان توریالي بیا په پیښه کې د ۳ تنو د وژل کیدو او ۶ تنو د ټپي کیدو نه خبر ورکوي.
په سیمه کې عیني شاهدانو ویلي دي چې چاودنه د سیمه ییرو پولیسو د قومندان د کور په لاره کې شوې ده . برید کوونکو د قومندان د کور په لاره کې د پله لاندې چاودیدونکي توکي ځای په ځای کړي ول چې د قومندان د موټر د تیریدو پر مهال وچول شول.
د برید مسولیت تر اوسه پورې چا په غاړه ندی اخیستی خو ګمان کیږي چې د طالبانو لخوا شوی وي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه