د شاه شهيد د پېښې د قربانيانو سره د تركيې مرستې

په كابل كې د شاه شهيد په سيمه كې د خونړۍ چاودنې د سلګونو قربانيانو سره تركيې مادي مرسته وكړه.

335560
د شاه شهيد د پېښې د قربانيانو سره د تركيې مرستې

د تركيې د همكارۍ او همغږئ د ادارې `تيكا` لخوا د شاه شهيد د خونړۍ چاودنې په پايله كې زيانمنو شوو ۵۰۰ كورنيو سره د خوراكي موادو مرسته وشوه.
دا مرستې تېره ورځ په كابل كې د تيكا د دفتر د مسوول لخوا د كار او ټولنيزو چارو او د روغتيا د وزارتونو چارواكو ته وسپارل شوې.

افغان چارواكو د تركيې د بشرپالنې او ورورلۍ له احساسه مننه وكړه او څرګنده كړه چې تركيه لومړنى او يواځنى هېواد دى چې د شاه شهيد د قربانيانو د كورنيو سره يې مرسته كړې ده.

تركيه لومړنى بهرنى هېواد دى چې د شاه شهيد د پېښې د قربانيانو سره مرسته كوي.


په كابل كې د تيكا د دفتر مشر سليمان شاهين څرګنده كړه چې شاوخوا ۵۰ ټنه خوراكي مواد پر كورنيو وويشل شول چې په راتلونكو څو مياشتو كې به د نوموړو لومړنۍ اړتياوې پوره كړي.
د يادولو وړ ده چې تركيې د بريد په لومړنۍ ورځ دا بريد په كلكه وغندلو او د افغان ولس سره د بېړنۍ مرستې لپاره يې تيارى وښود.


پيوندونه:

اړوند خبرونه