طالبانو د ملا عمر د مړینې خبر تایید کړ
طالبانو نن د خپل مشر ملا محمد عمر د مړینې د خبر پخلی وکړ
308579
طالبانو نن باالاخره د خپل مشر ملا محمد عمر د مړینې خبر تایید کړ.
طالبانو نن د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د ملا محمد عمر د مړینې پخلی وکړ. په خبر پاڼه کې د ملا محمد عمر کورنۍ او د طالبانو مشرتابه له قوله ویل شوي دي چې ملا محمد عمر د ورپیښې شوې ناروغۍ له امله ددې فاني نړۍ نه سترګې پټې کړي دي.
په خپره شوې خبرپاڼه کې دا ندي ویل شوي چې ملا عمر څه وخت ژوند د لاسه ورکړی دی . همداشان په خبرپاڼه کې راغلي دي چې ملا محمد عمر په افغانستان د امریکایانو د یرغل د پیل د ورځې نه د ژوند تر وروستۍ سلګې یوه ورځ هم د افغانستان نه بهر پاکستان او یا کوم بل هیواد ته سفر ندی کړی.
په خبر پاڼه کې د ملا محمد عمر ورور او زوی په افغانانو غږ کړی دی چې که چیرې د ملا عمر د مشرۍ پر مهال ددوی کوم حق تلف شوی وي هغه ته دې بښنه وکړي.