په امريكا كې د افغانانو محاكمه

د امريكا د متحدو ايالتونو يوې محكمې دوه تنه افغانان د نشه ايي توكو په قاچاق باندې تورن كړل.

383201
په امريكا كې د افغانانو محاكمه

ويل كيږي چې دا دوه تنه افغانان حاجي لاجورد او سيد علم شاه نوميږي چې اوسمهال هم د امريكا په زندانونو كې د توقيف شپې سبا كوي.
د معلوماتو له مخې دواړه سوداګر د جون د مياشتې په ۱۳مه نېټه په ټايلنډ كې ونيول شول او بيا وروسته امريكا ته ولېږدول شول. يوې امريكايي محكمې پر دواړو تور لګولى دى چې د يوې خطرناكې جهاني شبكې غړيتوب لري.
تمه كيږي چې په نږدې راتلونكې كې به د دواړو د محاكمې بهير پيل شي.
افغانستان په نړۍ كې د نشه ايي توكو د توليد په برخه كې لومړى مقام لري.


پيوندونه:

اړوند خبرونه