د پوليسو پر پوسته د امريكايي ځواكونو بريد

د امريكا د متحدو ايالتونو اړوندو دوو چورلكو د لوګر په ولايت كې د ا منيتي ځواكونو پر پوستې باندې بريد كړى دى.

382446
د پوليسو پر پوسته د امريكايي ځواكونو بريد


د امريكا د متحدو ايالتونو اړوندو دوو چورلكو د لوګر په ولايت كې د ا منيتي ځواكونو پر پوستې باندې بريد كړى دى.
دا پېښه نن سهار په ځايي شاوخوا اته بجې رامنځته شوې ده.
د لوګر ولايت د امنيې قوماندان د بريد پخلى وكړ او څرګنده يې كړه چې د لومړنيو شمېرو له مخې په بريد كې لږ تر لږه ۱۰ تنه سرتيري وژل شوي دي او يو شمېر نور هم ټپيان شوي دي.
ټپي شوي كسان روغتون ته لېږدول شوي دي.
د بله پلوه امريكايي ځواكونو تر اوسه پورې د پېښې په اړه څه نه دي و يلي.
د پېښې جزييات به وروسته خپاره شي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه