په ننګرهار كې د نجونو د ښوونځي سوځول كېدل

د ننګرهار ولايت د ښېوې د ولسوالۍ د بوډيالۍ په سيمه كې د نجونو يو ښوونځى د نامعلوماتو وسله والو لخوا سوځېدلى دى.

379684
په ننګرهار كې د نجونو د ښوونځي سوځول كېدل

د ننګرهار ولايت د ښېوې د ولسوالۍ د بوډيالۍ په سيمه كې د نجونو يو ښوونځى د نامعلوماتو وسله والو لخوا سوځېدلى دى. د ځايي چارواكو د معلوماتو په اساس په ښوونځي كې د اور لګېدنې له امله ټولو درسي موادو، چوكيو، درسي تختو او نورو لوزامو ته زيان رسېدلى دى او ودانۍ ويجاړه شوې ده.
ددې ولايت د پوهنې د رياست وياند محمد آصف شينواري خبريالانو ته وويل چې په سوځېدلي ښوونځي كې شاوخوا ۸۵۰ زده كوونكو زده كړې كولې چې او په ټوليزه توګه له منځه تللى دى.
د يادولو وړ ده چې د روان ميلادي كال له پيله د ښوونځيو د ويجاړولو دا شپږمه پېښه ده چې رامنځته كيږي. شاوخوا شپږ مياشتې وړاندې د هسكې مېنې په ولسوالۍ كې كې هم نا معلومو وسله والو د نجونو يو ښوونځى په بمونو والوزلو.
د امنيتي چارواكو د معلوماتو له مخې د پېښې په اړه څېړنې پيل شوي دي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه