د افغانستان د عدلیې وزارت د ۱۰ سیاسي ګوندونو جوازونه لغوه کړل

د افغانستان د عدلیې وزارت د لسو سیاسي ګوندونو جوازونه د ټاکل شوو معیارونو نه پوره کولو له امله لغوه کړل

379201
د افغانستان د عدلیې وزارت د ۱۰ سیاسي ګوندونو جوازونه  لغوه کړل

په افغانستان کې ۱۰ سیاسي ګوندونه د معیارونو د نه پوره کولو له امله د عدلیې د وزارت لخوا وتړل شول.
د افغانستان د عدلیې وزارت ویلي دي چې هغو لسو سیاسي ګوندونو نومونه يي د سیاسي ګوندونو د نوملړ نه پاک کړی دی چې ټاکل شوي معیارونه يي نوو پوره کړي.
د افغانستان د عدلیې د وزارت یو تن معین سید محمد هاشمي د مشرانو جرګې د شکایتونو د اوریدو کمیسیون ته وویل چې ۱۰ سیاسي ګوندونه چې معیاریونه يي پوره کړي نه ول تړل شوي او ۲۰ نورو ته خبرداری ورکړل شوی دی .
هاشمي ویلي دي چې د هیواد د سیاسي ګوندونو د قوانینو له مخې هر سیاسي ګوند چې په رسمي فعالیت پيل کوي باید د عدلیې په وزارت کې د ثبت او راجستر نه په اعتبار سره د یو کال په دننه کې د هیواد په ۲۰ ولایتونو کې نماینده ګۍ پرانیزي. هر هغه سیاسي ګوند چې دا معیار پوره نکړي وبه تړل شي.
نوموړي وویل چې ۲۰ سیاسي ګوندونو لا تر اوسه پورې دا معیار پوره کړی ندی او وخت يی هم ډیر کم پاتې دی. د همدې امله دوی ته خبرداری ورکړ شوی دی .
د افغانستان د عدلیې د وزارت د معلوماتو له مخې تړل شوي سیاسي ګوندونه په لاندې ډول دي.
۱ – د افغانستان د سولې د فعالانو ګوند ، ۲ – ملي هیواد ګوند ، ۳ – د افغانستان د ملي اقوامو د سولې ګوند، ۴ - د تفاهم او ډیموکراسۍ ګوند، ۵ - د افغانستان د خلق انقلابي ګوند، ۶ - آزادګان افغانستان ګوند، ۷ - د وفاق ملي ګوند،۸ – ملي افغانستان ګوند،
۹ – د افغانستان د عدالت او ایتلاف ګوند ، ۱۰ د افغانستان د خلکو د حقوقو نه د حمایت او د کار او توسعه ګوند .
دا ګوندونه د افغانستان د عدلیې وزارت د سیاسي ګوندونو د نوملړ نه پاک شوي دي.
د ملي شورا د شکایتونو د اوریدو د کمیسیون ریس زلمي زابلي هم ددې خبرې په ټینګار ویلي دي چې د عدلیې وزارت باید هر څه ژر هغه سیاسي ګوندونه چې معیارونه يي پوره کړي ندي او د سیاسي ګوندونو حقوق ترلاسه کوي افشا کړي.
د یادولو وړ ده چې دم ګړۍ په افغانستان کې ۶۷ داسې سیاسي ګوندونه شتون لري چې د فعالیت جواز يي ترلاسه کړی خو فعالیت نلري.
د افغانستان د عدلیې د وزارت د معلوماتو له مخې هر سیاسي ګوند چې د فعالیت جواز ترلاسه کوي باید ۱۰ زره تنه غړي ولري او لږ تر لږه د یو کال په دننه کې په ۲۰ ولایتونو کې نماینده ګۍ پرانیزي.

 


پيوندونه:

اړوند خبرونه