په قندهار کې خونړۍ چاودنه شوه

د قندهار د نهمې حوزې په مربوطاتو کې خونړۍ چاودنه وشوه

378905
په قندهار کې خونړۍ چاودنه شوه

په قندهار کې خونړۍ چاودنه وشوه.
د قندهار ولایت د امنیتي سرچینو د خبر له مخې نن د ماسپخین د درې بجو شاوخوا د نوموړي ولایت د نهمې حوزې په مربوطاتو کې د باباولي د تیلو د پمپ تر څنګ په یو دوکان کې چاودنه وشوه.
ویل کیږي برید کوونکو چاودیدونکي توکي په یو بالښت کې ځای په ځای کړي وو چې د ماشومانو لخوا د بالښت د راخیستو سره سم چاودنه وشوه.
په پیښه کې درې تنه ماشومان مړه او درې تنه نور ټپیان شول.
د قندهار د والي ویاند صمیم خپلواک هم د پیښې پخلی کړی دی او ویلي دي چې چاودنه د سیمې نه د ماشومانو د تیریدو پر مهال شوې ده .
دا لا معلومه نده چې د برید اصلي هدف څوک وو. ټپي شوي ماشومان سمدلاسه نږدې روغتونونو ته یوړل شول.
د برید مسولیت چا په غاړه ندی اخیستی.


پيوندونه:

اړوند خبرونه