ډېر ژر قاضي القضات او د سترې محكمې ريس معرفي شي

ټاكل شوې ده چې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني به د يو ځانګړي فرمان له مخې د قضايه قويې مشرتابه ته ريس معرفي كړي.

337329
ډېر ژر قاضي القضات او د سترې محكمې ريس معرفي شي

د ارګ د سرچينو د معلوماتو په اساس سيد يوسف حليم چې د سترې محكمې د غړيتوب لپاره نوماند وو او نن يې د ولسي جرګې د تاييد رايه ترلاسه كړه، د ولسمشر لخوا به د قاضي القضات او د سترې محكمې د ريس په توګه معرفي شي.
دا په داسې حال كې ده چې د سترې محكمې د غړيتوب لپاره يواځينۍ ښځينه نوماندې انيسې رسولي بيا ونشو كولاى چې د ولسي جرګې د تاييد رايه ترلاسه كړي.
په ولسي جرګه كې د ننۍ رايې اچوونې پر مهال سيد يوسف حليم د ۱۹۳ رايو نه د ۱۰۳ رايو په ترلاسه كولو سره د وكيلانو د تاييد رايه ترلاسه كړله.
انيسې رسولي بيا د ۸۸ رايو په ترلاسه كولو سره ونشو كولاى چې د ولسي جرګې د تاييد رايه ترلاسه كړي.
په ننۍ رايه اچوونه كې د افغانستان بانك د رياست لپاره نوماند خليل الله صديق هم د ۱۰۰ رايو په ترلاسه كولو بريالى شو.
په ولسي جرګه كې د مېرمن رسولي ردېدل د يو شمېر ښځينه وكيلانو غصه هم را پارولې ده. دوى له ولسمشره غوښتنه وكړه چې ژر تر ژره دې بله ښځينه نومانده ولسي جرګې ته معرفي كړي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه