په كابل د ملي امنيت پر يوې ودانۍ بريد

د كابل ولايت د رحمان مېنې په سيمه كې د ملي امنيت پر يوې ودانۍ باندې د وسله والو لخوا بريد شوى دى.

335725
په كابل د ملي امنيت پر يوې ودانۍ بريد

دا بريد نن په ځايي و خت د غرمې وروسته شاوخوا ۱ يوه بجه د رحمان مېنې په دوه سوه فاميليو كې د ذبېح الله عصمتي لېسې ته نږدې شوى دى.
ويل كيږي چې د ودانۍ مخې ته چاودنه شوې او بيا وروسته وسله والو ډزې كړي دي. 

 د بله پلوه د ملي امنيت ادارې د يوې اعلاميې په خپرولو سره د بريد پخلى وكړ. ددې ادارې د معلوماتو په اساس بريد د دوو تنو ځانمرګو بريد كوونكو لخوا ترسره شوى وو چې دواړه د امنيتي ځواكونو په ډزو كې وژل شوي دي. 

د لومړنيو معلوماتو له مخې په بريد كې د ملي امنيت يو تن كار كوونكى وژل شوى دى او يو بل تن ټپي دى.
د بريد اړه نور جزييات به وروسته خپاره شي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه