په کابل کې چاودنه وشوه

د کابل د پولیسو د اتمې حوزې په مربوطاتو کې چاودنه وشوه

325392
په کابل کې چاودنه وشوه

د افغانستان په پلازمینه کابل کې زوروره چاودنه وشوه .
د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې د کابل د پولیسو د اتمې حوزې په مربوطاتو کې چاودنه وشوه.
چاودنه د سهار په ساعتونو کې رامنځته شوې ده . د لومړنیو معلوماتو له مخې په پیښه کې د دوو تنو ماشومانو د ټپي کیدو نه خبر ورکړ شوی دی .
عیني شاهدانو خبري رسنیو ته ویلي دي چې چاودنه د کابل د کارته نو په سیمه کې رامنځته شوې ده .
چاودنه د چسپکي یا مقناطیسي بم د چاودنې په پایله کې رامنځته شوې ده . د برید مسولیت تر اوسه چا په غاړه ندی اخیستی.
همداشان د کابل پولیسو هم د چاودنې په اړه د معلوماتو ورکولو نه ډډه کړې ده .


پيوندونه:

اړوند خبرونه