په کابل کې تیره شپه په میلمستون ډله ییز برید وشو
په کابل کې تیره شپه د بهرنیانو په یو میلمستون چې یو محفل کې دوام درلود ډله ییز برید وشو
د افغانستان په پلازمینه کابل کې تیره شپه د بهرنیانو په یو میلمستون ډله ییر برید وشو. ویل کیږي دا برید پداسې حال کې ترسره شو چې پدې میلمستون کې یو محفل دوام درلود.
برید د پنځو تنو د وژل کیدو سره چې د هندوستان او امریکا وګړي هم پکې شتون لري پایته ورسید. پدې برید کې ۵ تنه نور ټپیان شويدي . په افغانستان کې د امریکا سفارت ویلي دي چې د تیرې شپې په برید کې یو تن امریکايي وګړی ژوند د لاسه ورکړی دی .
د ویلو ده چې برید د کابل د نوي ښار په سیمه کې د پارک پالس په میلمستون شوی دی . تیره شپه ۴ یا ۵ تنه برید کوونکو د یاد شوي میلمستون د امنیتي ساتونکو د وژلو نه وروسته میلمستون ته ننوتل او وروسته د امنیتي ځواکونو سره په نښته کې ښکیل شول. نښتې پوره ۵ ساعته دوام پیدا کړ.
د کابل د پولیسو مشر عبدالرحمان رحیمي د رویټرز خبري اژانس ته ویلي دی چې افغان ځواکونو وکولای شول چې ۵۴ تنه د میلمستون میلمانه د برید کوونکو د منګولو نه وژغوري .
د بله پلوه د امین ابي په نامه یو تن امریکايي وګړي د اسوشیتید پرس خبري اژانس ته ویلي دی چې د پارک پالس په میلسمتون کې د یو تن کاناډايي وګړي په ویاړ یو محفل جوړ شوی وو چې ډله ییز برید پرې وشو. نوموړي ویلي دي چې په میلمستون کې د امریکا او کاناډا د وګړو په ګډون څه باندې ۴۰ تنو شتون درلود.
په کابل کې د کاناډا سفارت بیا ویلي دي چې د تیرې شپې په برید کې ددې هیواد وګړو ته خاني زیان ندی اوښتی او ددوی د سفارت ټول کارکوونکي هم روغ جوړ دي.
د برید نه سمدلاسه وروسته په کابل کې د هندوستان لوی سفیر خبریالانو ته ویلي وو چې ۶ تنه هندي وګړي پدې میلمستون کې شتون لري.
د برید مسولیت تر اوسه پورې چا په غاړه ندی اخیستی خو ګمان کیږي چې د طالبانو لخوا شوی وي.
د یادولو وړ ده چې پدې برید کې دوه تنه هندي وګړو ژوند د لاسه ورکړ.