په نورستان كې طالبانو خپل څلور تنه غړي اعدام كړل.

د نورستان ولايت مقامات وايي چې په سيمه كې طالب اورپكو خپل څلور تنه همكاران دولت ته د جاسوسۍ په تور وژلي دي.

268288
په نورستان كې طالبانو خپل څلور تنه غړي اعدام كړل.

ددې ولايت د سرپرست د مقام د څرګندونو په اساس دا پېښه د كامدېش د ولسوالۍ په مربوطاتو كې رامنځته شوې ده. د معلوماتو په اساسا طالب اورپكو خپل ۱۷ نور ملګري هم په جاسوسۍ تورن كړي دي.
تر اوسه پورې طالبانو په ادې اړه څه نه دي ويلي.
دا پداسې حال كې ده چې تېره كال هم د طالبانو لخوا داسې يوه ويډيو خپره شوه چې پكې يو شمېر كسانو چې مخونه يې پټ ول درې تنه په دار وځړول. د رسنيو د معلوماتو له امله مخپټي كسان د لشكر طيبه غړي وو او ځړول شوي كسان بيا هغه طالبان ول چې د دوى نا فرماني يې كوله


پيوندونه:

اړوند خبرونه