بیلټ ورځپاڼه:نیلوفر رحماني د نړۍ زړوره او تر ټولو ښکلې پیلوټه ده

د جرمني د بیلټ ورځپاڼې د افغانستان نامتو ښځینه پیلوټه نیلوفر رحماني د نړۍ تر ټولو د زړورې او ښکلې پیلوټې په توګه وټاکله

235330
بیلټ ورځپاڼه:نیلوفر رحماني د نړۍ زړوره او تر ټولو ښکلې پیلوټه ده

د جرمني د بیلټ نامتو ورځپاڼې په افغانستان کې د طالبانو د رژیم د نسکوریدو نه وروسته لومړنۍ ښځینه پیلوټه نیلوفر رحماني په نړۍ کې تر ټولو د زړورې او ښکلې پيلوټې په توګه وټاکله.
د بیلټ ورځپاڼې د خبر له مخې ۲۳ کلنه نیلوفر رحماني په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو د رژیم د نسکوریدو نه وروسته لومړنۍ افغان پيغله وه چې د پیلوټۍ لپاره يي ملا وتړله.
ورځپاڼې لیکلي دي نیلوفر رحماني د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت لخوا هم د کال د زړورې میرمنې جایزه هم ترلاسه کړي ده .
ورځپاڼې لیکلي دي نیلوفر رحماني د ماشومتوب نه د پیلوټۍ سره ځانګړې مینه درلوده. نیلوفر په هوايي ښوونځي کې د شاملیدو لپاره لومړی انګلیسي ژبه زده کړه . نیلوفر رحماني په ۲۰۱۰ کال کې چې د ۱۸ کلونو نه هوايي ښوونځي ته د شاملیدو حق ترلاسه کړ او په ۲۰۱۲ کال کې د پیلوټۍ زده کړې په بریالیتوب سره پایته ورسولې.
یادې شوې ورځپاڼې لیکلي دي په نیلوفر رحماني د مړو او یا ټپي سرتیرو انتقال منع دی ځکه چې هغه ښځه ده خو نیلوفر رحماني دا ټول قوانین د خپو لاندې کړي او اړتیا په وخت کې ټپي شوي سرتیري روغتون ته انتقال کړي دي .
نیلوفر رحماني د بیلټ ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي دي چې دا چې په عملیاتو کې په هغه د لګول شوو ځینو بندیزونو نه سرغړونه کړې ده هغه ته کوم جزا نده ورکړ شوې. نوموړې ویلي دي چې د طالبانو پر خلاف په روانو عملیاتو کې ګډون کړی دی. په ځانګړې توګه د ژغورنې په عملیاتو کې برخه اخلي.
نیلوفر ویلي دي چې دا او کورنۍ يي په کراتو مراتو د طالبانو لخوا په مرګ ګواښل شوي دي .
ورځپاڼې لیکلي دي د نړۍ زړورې او ښکلې پیلوټې نیلوفر رحماني د طالبانو او ترهګرو د ټولو ګواښونو سره سره اوس هم د افغانستان د هوايي ځواکونو په چوکاټ کې خپلې دندې ته دوام ورکوي او په ډیره میړانه د دښمن پر خلاف په مبارزه کې ګډون کوي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه