په پکتیکا کې د حقاني شبکې ته یو ډیر ستر ګوزار ورکړ شو

د افغانستان د ملي اردو ځواکونو په پکتیکا ولایت کې د حقاني شبکې ته یو ډیر ستز ګوزار ورکړ.

229545
په پکتیکا کې د حقاني شبکې ته یو ډیر ستر ګوزار ورکړ شو

د افغانستان د پکتیکا په ولایت کې د حقاني د شبکې د یو لوړپوړي قومندان د وژل کیدو نه خبر ورکړ شوی دی.
د پکتیکا سیمه ییزو چارواکیو ویلي دي چې د حقاني د شبکې یو تن جګپوړی قومندان د پنځو تنو ساتونکو سره د ملي اردو د ځانګړو عملیات په ترڅ کې ووژل شو.
د پکتیکا د ولایت ویاند نبي الله پیرخیل خبري رسنیو ته ویلي دي چې تیره ورځ د حقاني د شبکې د یو تن جګپوړي قومندان ملا رمضان په ګډون ۶ تنه د ملي اردو په ځانګړو عملیاتو کې ووژل شول.
ویاند زیاته کړې ده چې ملا رمضان په نامه د حقاني د شبکې قومندان د تیرو اتو کلونو راهیسې په پکتیکا کې فعالیت کولو او په ډیری ورانکارانه فعالیتونو کې لاس درلود.

نوموړی  په پکتیکا ولایت کې د حقاني د شبکې د فعالیتونو مشري هم کوله . د نوموړي په وژلو سره  په پکتیکا ولایت کې حقاني شبکې ته یو ډیر ستر ګوزار ورکړ شو. 
پیرخیل پدې عملیاتو کې د افغان ځواکونو د مرګ ژوبلې په اړه څه ندي ویلي .
د یادولو وړ ده چې پکتیکا د پاکستان سره ګډه پوله لري چې په یاد شوي ولایت کې امنیتي ځواکونه ډیری وخت د ترهګرو ډلو د بریدونو لاندې راځي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه