د كابل د قرغې په سيمه كې چاودنه
د پلازمېنې كابل د قرغې په سيمه كې د يوې چاودنې په پايله كې د لومړنيو شمېرو له مخې لږ تر لږه ۷ تنه وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان شوي دي.
227385
دا بريد نن سهار د قرغې د سرك پر سر رامنځته شو. د بريد هدف د ملي پوليسو د سپرلۍ موټر وو. چاودنه په موټر كې د ځاى پر ځاى شوو چاودېدونكو موادو په واسطه ترسره شوې ده. د وژل شوو كسانو نه شپږ تنه يې دولتي كار كوونكي دي.
تر اوسه پورې ددې بريد پړ چا پر غاړه نه ده اخيستې.
نور جزييات به وروسته خپاره شي.