سيمين غزل حسن زاده له دندې لرې شوه.

د افغانستان د ولسمشرۍ د ماڼۍ د خبري سرچينو د معلومات په اساس د اطلاعاتو او كلتور د وزارت پخوانۍ نشراتي معينه سيمين غزل حسن زاده له دندې ګوښه كړاى شوې ده.

221528
سيمين غزل حسن زاده له دندې لرې شوه.

حسن زاده د فرخندې د مړينې پرمهال د ټولنيزې مېډيا له لارې د څرګندونو له امله د افغانانو د پراخه غبرګون سره مخامخ شوې وه.
ويل كيږي چې ولسمشر محمد اشرف غني سيمين حسن زاده د همدې امله له دندې لرې كړې ده.
نوموړې د فرخندې د وژل كېدو په لومړۍ ورځ د فېسبوك له لارې د هغو كسانو نه ملاتړ اعلان كړ چې د فرخندې په مرګ يې يې لاس درلود. وروسته په لسګونو زره افغانانو د حسن زاده پر وړاندې كمپاين پيل كړ چې په پايله كې د ولسمشر لخوا له دندې لرې شوه.
سربېره پر دې د كابل د امنيې قوماندانۍ وياند حشمت ستانكزى هم پخوا ددې امله له دندې ګوښه شوى وو.


پيوندونه:

اړوند خبرونه