په خوست کې په مظاهرې کې زوروره خونړۍ چاودنه وشوه
د افغانستان د خوست په ولایت کې خونړۍ چاودنه وشوه چې په لسګونو تنو ته يي مرګ ژوبله واړوله
د افغانستان د خوست په ولایت کې زوروره خونړۍ چاودنه وشوه.
د سیمې نه د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې چاودنه د خوست ولایت په مرکز کې شوې ده . په چاودنه کې لږ تر لږه ۱۶ تنه مړه او ۵۵ تنه نور ټپیان شوي دي.
ویل کیږي چاودنه د خوست د سرپرست والي پر خلاف په جوړه شوې مظاهره کې د ملکي وګړو په منځ کې شوې ده.
چاودنه د افغانستان په ځایي وخت د سهار په لسو بجو وشوه. پدې چاودنه کې د افغانستان د ولسي جرګې یو تن غړی او په ولسي جرګه کې د ملي دفاع د کمیټۍ مشر همایون همایون هم ټپي شوی دی .
د خوست د والي ویاند مبارز محمد ځدران ویلي دي چې چاودنه د سهار په لسو بجو د ولایت د مقام په مښکې د راټولو شوو مظاهره کوونکو په منځ کې شوې ده. نوموړي ویلي دي چې پدې پیښه ۱۶ تنو ژوند د لاسه ورکړی او ۵۵ تنه نور ټپیان شوي دي.
د برید مسولیت تر اوسه پورې چا په غاړه ندی اخیستی . د بله پلوه د طالبانو ویاند د ټویټر له لارې په کړو څرګندونو کې ویلي دي چې برید ددوی لخوا ندی شوی. طالبانو د برید مسولیت ندی منلی .
د مړو د شمیرې د لوړیدو په اړه اندیښنې شتون لري.