د امريكايي سرتېرو په برخه كې غني او اوباما سلا شول.

د امريكا د متحدو ايالتونو ولسمشر باراك اوباما پرون ماښام د افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره په ګډه خبري غونډه كې څرګنده كړه چې په افغانستان كې به د ۲۰۱۵ كال تر پايه پورې ۹۸۰۰ امريكايي سرتيري پاتې شي.

280526
د امريكايي سرتېرو په برخه كې غني او اوباما سلا شول.

تر دې وړاندې امريكايي چارواكو بيا د روان كال تر پايه پورې د ۵۵۰۰ سرتېرو د پاتې كېدو خبر وركړى دى. دا پداسې حال كې ده چې ولسمشر غني په افغانستان كې امنيتي شرايطو ته په كتلو سره د امريكايي سرتېرو د وتلو د بهير د ټكني كولو غوښتنه كړې وه.
ولسمشر اوباما د افغان ولسمشر محمد اشرف غني ددې غوښتنې په منلو سره په خبري غونډه كې څرګنده كړه چې له افغانستانه به د امريكايي سرتېرو د وتلو بهير ټكى وي. د نوموړي په وينا د روان ميلادي كال تر پايه پورې به ۹۸۰۰ امريكايي سرتيري په افغانستان كې د افغان امنيتي ځواكونو د روزنې او تجهيز په برخه كې د مرستې لپاره پاتې شي. د ۲۰۱۶ كال د پيل راهيسې به په كابل كې د امريكا د سفارت د امنيت د ساتنې په موخه يواځې ۱۰۰۰ تنه سرتيري پاتې شي.
اوباما وويل چې اوسمهال په هېواد كې د امريكا جګړه ايز ماموريت پاى ته رسېدلى دى. د نوموړي په وينا په تېرو دريو مياشتو كې د يواځې ۲ تنو امريكايي سرتېرو وژل كېدل په ډاګه كوي چې امريكا نوره په جګړه كې برخه نه لري. ددې سره سره اوباما د افغان ځواكونو نه په اوږدمهالي ملاتړ ټينګار وكړ. اوباما وويل چې د افغانستان سره به د امريكا مرستې او همكاري دوام ولري تر څو دا هېواد يو ځل بيا د ترهګرو په ځالو بدل نشي.
ولسمشر اشرف غني د دواړو هېوادونو ترمېنځ ستراتيژيكه ملګرتيا ارزښتناكه وبلله او زياته يې كړه چې د دواړو هېوادونو ملي ګټې د شخصي ګټو په پرتله مهمې دي.
د امريكا ولسمشر باراك اوباما چې د خپلې دندې د پيل راهيسې يې د افغانستان په مسايلو كې اصلي مخاطب پخوانى ولسمشر حامد كرزى وو، د خبر كنفرانس پرمهال يې په غلطۍ سره د اشرف غني پر ځاى د حامد كرزي نوم واخيست.


پيوندونه:

اړوند خبرونه