د کابل د دویمې حوزې په مربوطاتو کې خونړۍ چاودنه وشوه
د کابل په زړه کې د دویمې حوزې تر څیرمه چاودنه وشوه
281093
د افغانستان د پلازمینې کابل په زړه کې د مامورینو د رخصتۍ او ګڼې ګوڼې پر مهال چاودنه وشوه.
د لومړنیو معلوماتو له مخې په پیښه کې ۷ تنه مړه او ۳۱ تنه نور ټپیان شوي دي . ویل کیږي چاودنه د ولسمشرۍ ماڼۍ، د افغانستان ملي بانک، ملي دفاع وزارت، مالیې وزارت، کانونو وزارت او عدلیې وزارت ته نږدې شوې ده .
د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت ویاند صدیق صدیقي د پیښې پخلی کړی او ویلي دي چې چاودنه د کورولا ډوله موټر په مټ شوې ده .
د برید مسولیت چا په غاړه ندی اخیستی . د ۱۳۹۴ کال د پیلیدو نه وروسته دا لومړی ځل دی چې په کابل کې چاودنه کیږي.