ولسمشر غني : پاتې وزیران به په راتلونکو څو ساعتونو کې اعلان شي

275222
ولسمشر غني : پاتې وزیران به په راتلونکو څو ساعتونو کې اعلان شي

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني ویلي دي چې پاتې وزیران به نن شپه اعلان کړي.
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني نن وویل چې د پاتو وزیرانو د معرفي کولو نه وروسته به د یو فرمان په صادرولو سره د ټاکنیز نظام  د اصلاحاتو په خاطر یو کمیسیون جوړ کړي.
د ویلو ده چې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د فیسبوک له لارې په راتلونکو څو ساعتونو کې د پاتو وزیرانو د معرفي کولو نه خبر ورکړ.
ولسمشر غني ویلي دي چې په پاتو وزارت خانو کې ۴ څوکۍ ښځو ته په نظر کې نیول شوي دي. څلور تنه ښځینه نوماند وزیرې به هم ولسي جرګي ته معرفي شي.
اشرف غني ویلي دي چې د وزیرانو د معرفي کولو نه وروسته به د ټاکنیز نظام د اصلاحاتو د کمیسیون د جوړولو په خاطر فرمان صادر کړی.
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني پداسې حال کې د پاتو وزیرانو د معرفي کولو نه خبر ورکوي چې نن شپه د یو ۴ ورځني سفر په ترڅ کې امریکا ته سفر کوي.
د امریکا ولسمشر بارک اوباما د افغانستان د ملي وحدت د چارواکیو نه غوښتي وو چې هر څه ژر پاتې وزیران اعلان کړي.
د امریکا پدې سفر کې به د ولسمشر غني سره اجراییوي ریس ډاکټر عبدالله عبدالله هم ملګرتیا وکړي.
د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ ته نږدې سرچینو ویلي دي چې ولسمشر غني به د امریکايي چارواکیو سره په لیدنه کې د امنیتي مسایلو سربیره ، د امریکايي ځواکونو د وتو د څرنګتیا، سولې بهیر او د سیمه ییزو او نړۍوالو همکاریو په اړه هم خبرې وکړي.
ویل کیږي ولسمشر غني به د امریکايي چارواکیو نه د افغانستان نه د خپلو سرتیرو د ویستو په مسلې د بیا غور کولو غوښتنه وکړي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه