۷ تنه افغانان د سوریې په جګړه کې ووژل شول

247472
۷ تنه افغانان د سوریې په جګړه کې ووژل شول

په سوریه کې په جګړه کې د وژل شوو ۷ تنو افغانانو نوي عسکونه خپاره شول.
دا عسکونه پخپله ددې ښکارندويي کوي چې یاد شوي افغانان د ایران لخوا سوریې ته استول شوي دي.
د نوموړو افغانانو په دمشق کې د ایران د القدس د ځواکونو د یو تن قومندان قاسم سلیماني سره عسکونه خپاره شوي دي .
د ویلو ده چې نوموړي افغانان په دمشق کې د اسد د پلوي ځواکونو سره یو ځای د مخالفینو پر خلاف جنګیدل چې په جګړه کې ووژل شول.
د ایران د یوې ورځپاڼې د خبر له مخې پدې ۷ تنو کې د نوموړو افغانانو مشر علي رضا توسلي چې افغانان به يي د سوریې جګړې ته هڅول هم شتون لري. نوموړي افغانان د فبروري په ۲۸ نیټه د دمشق په سویل کې د درعا په ښار کې د النصرا د ډلې لخوا وژل شوي دي.
ایراني ورځپاڼې لیکلي دي چې نوموړو افغانانو جنازو په خاطر د ایران په دویم لوی ښار مشهد کې د فاتحې مراسم جوړ شول.
د یادولو وړ ده چې تیر کال د امریکا د وال ستریت ژورنال ورځباڼې هم پدې اړه یو راپور خپور کړی وو چې پکې لیکلي وو ایران افغانان د پنځو سوو امریکايي ډالرو میاشتنې تنخوا او په ایران کې د اوسیدو د اجازه نامې په بدل کې سوریې ته د اسد په پلوي جګړې ته استوي . د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاندې مرضیه افخم د وال ستریت ژورنال خبر په ردولو سره ددې خبر نه د افغانانو لپاره د یو لوی توهین په توګه یادونه کړې وه.


پيوندونه:

اړوند خبرونه