د امريكا لپاره د يو افغان د ژوند بيه

په افغانستان كې د امريكايي ځواكونو لخوا د وژل شوو ملكي وګړو كورنيو ته د ټاكل شوو پېسو مقدار په نړۍ كې د خلكو پام ځانله راواړولو.

244391
د امريكا لپاره د يو افغان د ژوند بيه

د جرمني په هېواد كې د د زودويچه زيايتونګ ورځپاڼې تېره ورځ په افغانستان كې د بهرنيو ځواكونو لخوا د ملكي وګړو او څارويو د وژلو، د كورونو د ويجاړولو او موټرانو د ويشتلو په بدل كې د `` غم د پېسو`` تر نامه لاندې د بدل د مقدار په اړه يو راپور خپور كړ.
پدې راپور كې راغلي دي چې امريكايي ځواكونه په اشتباه سره د وژل شوي كس د كورنۍ غړي ته د ``غم د پېسو`` په نامه په اوسط ډول ۳ زره ۴۲۶ ډالره وركوي. دا پېسې پدې شرط وركول كيږي چې محكمه بايد پرېكړه وكړي چې وژل شوى كس بې ګناه وو. دې ورځپاڼې د The Intercept د انټرنيټي پاڼې په حواله ليكلي دي چې د انګلستان د دفاع وزارت هم تر اوسه پورې د ۱۸۶ تنو ملكي وګړو تر وژلو وروسته د هر يو كورنۍ ته ۴ زره ۵۰۰ ډالره وركړي دي.
د مالونو د بدل مقدار لوړ دى.
د راپور له مخې د انسانانو په پرتله مالونو ته د زيان رسولو د تاوان پېسې ډېرې دي. امريكايي ځواكونو په افغانستان كې د سوځوولي كور خاوند ته ۲۰ زره ډالره، د ويشتلې يا سوځوولې لارۍ يا ټېلر په بدل كې ۱۴ زره ۷۵۶ ډالره او د وژل شوو اتو مېږو يا بيزو په بدل كې ۱۷۹۹ ډالره تاوان ټاكلى دى.
دا پداسې حال كې ده چې د امريكايي ځواكونو په عملياتو كې د وژل شوي ماشوم كورنۍ ته يواځې ۲ زره ۴۱۴ ډالره وركړي دي.
ورځپاڼې په راپور كې ليكلي دي چې په افغانستان كې د مېشتو بهرنيو ځواكونو ترمېنځ د جرمني هېواد د نورو هېوادونو په پرتله نسبتاً سخي دى. د جرمني د دفاع وزارت د وژل شوي افغان لپاره ۵ زره ډالره ديت ټاكلى دى. ددې سره سره جرمني چارواكو هم د ويجاړ شوي موټر خاوند ته د انسان د ژوند د ديت د مقدار دوه برابره يعنى ۱۰ زره ډالره ټاكلي دي. جرمني تر اوسه پورې په افغانستان كې ۱.۱ ميليونه ډالره تاوان وركړى دى.
ددې راپور د خپرېدا نه وروسته د جګړې ضد يو زيات شمېر نړيوالو سازمانونو او مهمو شخصيتونو په افغانستان كې د انسان د وينې تاوان ډېر ارزانه بللى دى.


پيوندونه:

اړوند خبرونه